افغان غږ خبری آژانس: د اسرائیلو د رژیم د پوځ ویاند د شنبې په سهار اعلان وکړ چې د دغه رژیم جنګی الوتکو د غزې په تړانګه کښې د اسلامی جهاد مقاومت غورځنګ په هدفونو حملې وکړې.
یو ساعت وروسته د فلسطین خبري آژانس «شهاب» خبر ورکړ: « اشغالګرو د غزې تړانګې په شمال کې د جبالیا په ختیځ کې ابو حنیفه جومات په یوه راکټ سره په نښه کړ».
په رپوټ کښې راغلي دي: د اسرائیلو جنګي الوتکو د غزې تړانګې په شمال کښې د بیت لاهیا په ښار کښې د الانصار جومات ته څېرمه په کرنیزو ځمکو باندې په دوو توغندیو سره بمباري وکړه.
د فلسطین د اطلاعاتو مرکز هم خبر ورکړ: د غزې تړانګې په شمال کښې د بیت لاهیا په شمال کښې د القدس پوهنتون ته څېرمه د وسله والي حملي وشوي او د غاصب رژيم جنګياليو د خان يونس په لويديځ كې د مقاومت د ډلو اړوند د فجر اډه په نښه كړه.
فلسطیني سرچینو هم ویلي دي چې د غزې په تړانګه کښې د مقاومت د ډلو د الوتکو ضد یونټونه د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو په نښه کوي.
د صهیونیسټي رژیم د ماشوم وژونکي پوځ هم د ډرون د انځورونو په خپرولو سره د اسلامي جهاد د مقاومت د غورځنګ په څو مرکزونو د حملې کولو ادعا وکړه.
په عین حال کې د غزې تړانګې د روغتیا وزارت ویاند الجزیرې ته وویل: په غزې باندې د اسرائیلو د رژیم په جنایتکارو حملو کښې لس تنه شهیدان او کابو ۸۰ نور ژوبل شوي. يو شمېر ټپيان چې ډېرى يې ښځې او ماشومان دي، تر درملنې لاندې دي او د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د غزې تړانګې د برښنا د ویش شرکت هم اعلان وکړ: د غزې تړانګې ته د بریښنا رسولو یوه پایه د صهیونیسټانو د تیریو له امله ویجاړه شوې ده.
د صهیونیسټ رژیم جنګیالیو د جمعې په ماښام د غزې په تړانګې د حملو نوی پړاو پیل کړ چې په ترڅ کښې یې د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ د پوځی څانګې «سرایا القدس» لوړ رتبه قوماندان« تثیر الجباری» شهید کړ.
په غزې تړانګې د صهيونېسټ رژيم د حملو د غندلو په ترڅ کښې مختلفو نړيوالو هېوادونو او ادارو له فلسطينيانو په ملاتړ کښې د نړيوالې ټولنې د اقدام غوښتنه وکړه.