دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۴
د مطلب کود : 256211
د تېلو ۸۰۰ ټانکرونو ته اجازه ورکړل شوه چې د هېواد بازارونو ته ننوځي
د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د هېواد بازارونو ته په درېیو سوداګریزو بندرونو کې د ټانکرونو د تګ اجازه ورکړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: الیاس نیازی؛ د دې خونې مطبوعاتي مسئول وویلي چې د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسئولینو، د ګمرکونو مسئولینو، د نورم سټنډرډ ادارې او د سوداګرۍ او صنایعو وزارت تر منځ هوکړه شوې چې له مخې به یې د تېلو او ګازو ۸۰۰ ټانکرونه د اقينې، تورغني او اسلام کلا بندرونو ته اجازه ورکړل شوه چې بازار ته ننوځي او په هرات کې ودرول شي.
 
د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، دغه ۸۰۰ ټانکرونه د اسنادو د پروسې او د تېلو د کیفیت د معلومولو له امله له دوو میاشتو راهیسې په دغو بندرونو کې بند پاتې وو.
 
د يادونې وړ ده، چې د دغو ټانکرونو په را رسېدو سره به شاوخوا ۴۵ زره ټنه تېل او ګاز د افغانستان بازارونو ته ولېږدول شي.
 
https://avapress.com/vdccseqis2bqpi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته