کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تېلو ۸۰۰ ټانکرونو ته اجازه ورکړل شوه چې د هېواد بازارونو ته ننوځي

5 اسد 1401 ساعت 8:44

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د هېواد بازارونو ته په درېیو سوداګریزو بندرونو کې د ټانکرونو د تګ اجازه ورکړې ده.


آوا: الیاس نیازی؛ د دې خونې مطبوعاتي مسئول وویلي چې د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسئولینو، د ګمرکونو مسئولینو، د نورم سټنډرډ ادارې او د سوداګرۍ او صنایعو وزارت تر منځ هوکړه شوې چې له مخې به یې د تېلو او ګازو ۸۰۰ ټانکرونه د اقينې، تورغني او اسلام کلا بندرونو ته اجازه ورکړل شوه چې بازار ته ننوځي او په هرات کې ودرول شي.
 
د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، دغه ۸۰۰ ټانکرونه د اسنادو د پروسې او د تېلو د کیفیت د معلومولو له امله له دوو میاشتو راهیسې په دغو بندرونو کې بند پاتې وو.
 
د يادونې وړ ده، چې د دغو ټانکرونو په را رسېدو سره به شاوخوا ۴۵ زره ټنه تېل او ګاز د افغانستان بازارونو ته ولېږدول شي.
 


د مطلب کود: 256211

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256211/د-تېلو-۸۰۰-ټانکرونو-ته-اجازه-ورکړل-شوه-چې-هېواد-بازارونو-ننوځي

آوا
  https://www.avapress.com