دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 256178
هغه میرمنې چې د پولیسو له اکاډمۍ څخه فارغې شوي په کار ګمارل کیږي
د کورنیو چارو وزارت ویاند د یو پیغام په خپرولو سره د ښځینه پولیسو د تقاعد خبر ناسم بللی او د پولیسو له اکاډمۍ څخه فارغې شوې ښځې یې په اړینو بستونو کې د ګومارلو اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع تکور پرون (دوشنبه، د اسد ۳مه) په خپل یو پیغام کې د ښځینه پولیسو د جبری تقاعد په اړه خبرونه رد کړل او ویې ویل، چې پلان شوی دی په لیکو کې ښځې استخدام کړی.
 
نوموړي په خپل پيغام کې ويلي، چې د کورنيو چارو وزارت په چارو کې د ښځينه پوليسو د تقاعد خبرونه رښتيا نه دي، بلکې د تقاعد پر ځاى يې وزارت هڅه کوي، چې د پوليسو له اکاډمۍ څخه فارغې شوې ښځينه پوليسې په دندو وګماري. په هغو ځایونو کې چې ښځینه پولیس افسرانو ته اړتیا لیدل کیږي دوی به دندې ترسره کوي."
 
https://avapress.com/vdcefp8wvjh8nzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته