کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هغه میرمنې چې د پولیسو له اکاډمۍ څخه فارغې شوي په کار ګمارل کیږي

4 اسد 1401 ساعت 13:43

د کورنیو چارو وزارت ویاند د یو پیغام په خپرولو سره د ښځینه پولیسو د تقاعد خبر ناسم بللی او د پولیسو له اکاډمۍ څخه فارغې شوې ښځې یې په اړینو بستونو کې د ګومارلو اعلان کړی دی.


آوا: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع تکور پرون (دوشنبه، د اسد ۳مه) په خپل یو پیغام کې د ښځینه پولیسو د جبری تقاعد په اړه خبرونه رد کړل او ویې ویل، چې پلان شوی دی په لیکو کې ښځې استخدام کړی.
 
نوموړي په خپل پيغام کې ويلي، چې د کورنيو چارو وزارت په چارو کې د ښځينه پوليسو د تقاعد خبرونه رښتيا نه دي، بلکې د تقاعد پر ځاى يې وزارت هڅه کوي، چې د پوليسو له اکاډمۍ څخه فارغې شوې ښځينه پوليسې په دندو وګماري. په هغو ځایونو کې چې ښځینه پولیس افسرانو ته اړتیا لیدل کیږي دوی به دندې ترسره کوي."
 


د مطلب کود: 256178

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256178/هغه-میرمنې-چې-د-پولیسو-له-اکاډمۍ-څخه-فارغې-شوي-په-کار-ګمارل-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com