دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۱
د مطلب کود : 255973
په جوزجان کې د کرونا ځانګړی روغتون له شپږ میاشتنۍ وقفې وروسته بېرته فعال شو
د جوزجان ولایت د عامې روغتیا چارواکي د کرونا ناروغانو لپاره د جوړ شوي روغتون د بیا فعالېدو خبر ورکوي، چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د مرستندویانو د نه شتون له امله غیر فعال و.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د جوزجان د عامې روغتیا رئیس عبدالغنی صمیم افغان غږ خبری آژانس ته وویل: له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د کرونا ځانګړی روغتون د مالی مرستو د نشتون له امله غیر فعال وو. خو اوس د یونیسف دفتر د دې مالي لګښت پر غاړه اخیستی دی.
 
هغه زياته کړه، چې پرون چهارشنبه (سرطان ٢٩) په جوزجان کې د کرونا ١٠ بستريز روغتون بېرته په فعاليت پيل وکړ.
 
ښاغلي صمیم ټینګار وکړ چې د کرونا وقف شوی روغتون په اړینو وسایلو سمبال دی او د مسلکي روغتیايي پرسونل په مرسته د خدمتونو وړاندې کولو ته چمتو دی.
 
د جوزجان د عامې روغتیا رئیس همدا راز زیاته کړه، چې هره اونۍ په جوزجان کې د کرونا له ۹۰ تر ۱۰۰ شکمنې پېښې دغه مرکز ته مراجعه کوي، چې له دې ډلې یوازې دوه یا درې یې مثبتې ثبتېږي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د جمهوري ریاست له سقوط وروسته په هېواد کې د کرونا ډېری روغتونونه غیر فعال شوي او سلګونو کارکوونکو یې لا هم معاشونه نه دي ترلاسه کړي.
 
https://avapress.com/vdcgun9xwak9ny4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته