کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان کې د کرونا ځانګړی روغتون له شپږ میاشتنۍ وقفې وروسته بېرته فعال شو

30 سرطان 1401 ساعت 11:41

د جوزجان ولایت د عامې روغتیا چارواکي د کرونا ناروغانو لپاره د جوړ شوي روغتون د بیا فعالېدو خبر ورکوي، چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د مرستندویانو د نه شتون له امله غیر فعال و.


آوا - مزارشریف: د جوزجان د عامې روغتیا رئیس عبدالغنی صمیم آوا ته وویل: له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د کرونا ځانګړی روغتون د مالی مرستو د نشتون له امله غیر فعال وو. خو اوس د یونیسف دفتر د دې مالي لګښت پر غاړه اخیستی دی.
 
هغه زياته کړه، چې پرون چهارشنبه (سرطان ٢٩) په جوزجان کې د کرونا ١٠ بستريز روغتون بېرته په فعاليت پيل وکړ.
 
ښاغلي صمیم ټینګار وکړ چې د کرونا وقف شوی روغتون په اړینو وسایلو سمبال دی او د مسلکي روغتیايي پرسونل په مرسته د خدمتونو وړاندې کولو ته چمتو دی.
 
د جوزجان د عامې روغتیا رئیس همدا راز زیاته کړه، چې هره اونۍ په جوزجان کې د کرونا له ۹۰ تر ۱۰۰ شکمنې پېښې دغه مرکز ته مراجعه کوي، چې له دې ډلې یوازې دوه یا درې یې مثبتې ثبتېږي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د جمهوري ریاست له سقوط وروسته په هېواد کې د کرونا ډېری روغتونونه غیر فعال شوي او سلګونو کارکوونکو یې لا هم معاشونه نه دي ترلاسه کړي.
 


د مطلب کود: 255973

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255973/په-جوزجان-کې-د-کرونا-ځانګړی-روغتون-له-شپږ-میاشتنۍ-وقفې-وروسته-بېرته-فعال-شو

آوا
  https://www.avapress.com