دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۲
د مطلب کود : 255939
افغانستان ته د روسیې د مرستو لېږدونکې الوتکه کابل ته را ورسېده
د اسلامي امارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت سرپرست له روسیې څخه افغانستان ته د ۲۳ ټنو څخه د زیاتو خوراکي او پوښاک مرستې رسولو اعلان وکړ. دده په وینا؛ د دغو مرستو لېږدونکې الوتکه نن (چهارشنبه د سرطان ۲۹مه) کابل ته را رسېدلې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان له طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت سرپرست غلام غوث ناصري د چهارشنبې په ورځ (د سرطان ۲۹مه) د مرستو د ترلاسه کولو پر مهال وویل: افغانستان ته د روسیې د بشري مرستو په دوام، یوه الوتکه چې د بشري مرستو بار وه، کابل ته راورسید.
 
ده وويل: په دې الوتکه کې د روسيې د بشري مرستو ٢٣،٥ ټنه خوراکي او غير خوراکي توکي بار دي، چې موږ يې مننه کوو.
 
نوموړي له افغانستان سره د روسيې د بشري مرستو د دوام په اړه وويل، چې په نږدې راتلونکي کې به د دې مرستو بله برخه هم راورسېږي.
 
په همدې حال کې په افغانستان کې د روسیې د سفیر مرستیال انټو لاروف ویلي: "نن د روسیې د بشري مرستو یوه برخه کابل ته راورسېده، چې کمپلې، خیمې، وريجې او طبي توکي په کې شامل دي."
 
ښاغلي لاروف وویل: دا مرستې د روسیې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت له خوا د وروستیو زلزلو او سېلابونو له قربانیانو سره شوې دي.
 
هغه د روسيې د بشري مرستو د دوام په اړه وويل: په راتلونکو اوونيو کې به زموږ نورې مرستې هم افغانستان ته ولېږل شي او هيله لرو چې دغه مرستې به د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ خواخوږي زياته کړي.
 
ښاغلي لاروف زیاته کړه: روسیه غواړي د افغانستان د اسلامي امارت له حکومت سره دوستانه اړیکې ولري او سیاسي او اقتصادي اړیکو ته پراختیا ورکړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د روسیې د بشري مرستو یوه الوتکه هم کابل ته راورسېده.
 
https://avapress.com/vdcipwar3t1aw32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته