دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 255916
په کابل کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د ځانمرګي برید پلان جوړونکی نیول شوی دی
د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست وايي، د داعش یو فعال غړی یې نیولی چې د شیعه ګانو په یوه جومات کې یې د ځان وژنې پلان درلود.
افغان غږ خبری آژانس، د اسلامي امارت د استخباراتو ریاست نن چهارشنبه (سرطان ۲۹) اعلان وکړ چې نیول شوی کس په ابو خالد مشهور په ټولنیزو شبکو کې فعال و او د ټیلیګرام له لارې یې د داعش لپاره جلب او جذب کاوه.
 
د اسلامي امارت د استخباراتو له خوا په خپره شوې ویډیو کې نیول شوي کس اعتراف کړی چې د شیعه ګانو پر ضد یې د ځانمرګي برید پلان جوړ کړی و.
 
د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته د شیعه ګانو جوماتونه او عامه ځایونه څو ځلې د خونړیو بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
 
داعش تر ډېره د دغو بریدونو مسئولیت منلی دی.
 
https://avapress.com/vdcdfk0x9yt0kn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته