کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د ځانمرګي برید پلان جوړونکی نیول شوی دی

29 سرطان 1401 ساعت 11:43

د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست وايي، د داعش یو فعال غړی یې نیولی چې د شیعه ګانو په یوه جومات کې یې د ځان وژنې پلان درلود.


آوا، د اسلامي امارت د استخباراتو ریاست نن چهارشنبه (سرطان ۲۹) اعلان وکړ چې نیول شوی کس په ابو خالد مشهور په ټولنیزو شبکو کې فعال و او د ټیلیګرام له لارې یې د داعش لپاره جلب او جذب کاوه.
 
د اسلامي امارت د استخباراتو له خوا په خپره شوې ویډیو کې نیول شوي کس اعتراف کړی چې د شیعه ګانو پر ضد یې د ځانمرګي برید پلان جوړ کړی و.
 
د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته د شیعه ګانو جوماتونه او عامه ځایونه څو ځلې د خونړیو بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
 
داعش تر ډېره د دغو بریدونو مسئولیت منلی دی.
 


د مطلب کود: 255916

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255916/په-کابل-کې-د-شیعه-ګانو-پر-یوه-جومات-ځانمرګي-برید-پلان-جوړونکی-نیول-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com