افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ (د سرطان ۲۵) په خپل ټویټر کې لیکلي چې په دې عملیاتو کې درې تنه وژل شوي او پنځه تنه نیول شوي دي.
د مجاهد په خبره، د دغو کسانو موټر او چاودیدونکي توکي هم د اسلامي امارت د عسکرو لاس ته ورغلي دي.
مجاهد ویلي، چې دغو څو کسانو څه موده وړاندې د ازبکستان او تاجکستان خاورې په راکټي بریدونو سره په نښه کړې وې.
اسلامي امارت داعش "خوارج" بولي.
اسلامي امارت د یوه بندي اعتراف هم خپور کړی او دغه کس وايي، چې دوی ته مهمات د «مقاومت جبهې» له خوا له داعش سره په همغږۍ برابر شوي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې د مقاومت جبهې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.