کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ازبکستان او تاجکستان د راکټي بريدونو عاملين ووژل شوي

26 سرطان 1401 ساعت 10:15

د اسلامي امارت ویاند په یوه ټویټ کې اعلان وکړ چې د ازبکستان او تاجکستان په خاوره کې د راکټي بریدونو عاملین وژل شوي او نیول شوي دي. د هغه په وينا، امنيتي ځواکونو د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د "خوارج" يو مرکز په نښه کړى او له منځه وړى دى.


آوا: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ (د سرطان ۲۵) په خپل ټویټر کې لیکلي چې په دې عملیاتو کې درې تنه وژل شوي او پنځه تنه نیول شوي دي.
 
د مجاهد په خبره، د دغو کسانو موټر او چاودیدونکي توکي هم د اسلامي امارت د عسکرو لاس ته ورغلي دي.
 
مجاهد ویلي، چې دغو څو کسانو څه موده وړاندې د ازبکستان او تاجکستان خاورې په راکټي بریدونو سره په نښه کړې وې.
 
اسلامي امارت داعش "خوارج" بولي.
 
اسلامي امارت د یوه بندي اعتراف هم خپور کړی او دغه کس وايي، چې دوی ته مهمات د «مقاومت جبهې» له خوا له داعش سره په همغږۍ برابر شوي وو.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د مقاومت جبهې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 255768

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255768/د-ازبکستان-او-تاجکستان-راکټي-بريدونو-عاملين-ووژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com