افغان غږ خبری آژانس، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اوکراین کي د امریکا له پوځی یرغل وروسته د مسکو او واشنګټن ترمنځ د کړکېچنې فضا ته په پام سره ټینګار کړی، چې امریکا او متحدین یې د خطرناکې جګړې په درشل کې دی. د روسیې سره مستقیمه وسله واله جګړه چې د اټومي تاو تریخوالي خطر لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، واشنګټن او متحدینو یې د اوکراین کړکېچ لاپسې زیات کړی دی.
زاخارووا زياته کړه، لويديځ له روسيې سره هراړخيزه مقابله پيل کړې ده او اوس له دغه هېواد سره د نامحدود پوځي مقابله خطرناکه ده.
هغه د دې په څرګندولو سره چې دا ډول نښتې په یقیني توګه د اټومي قدرتونو ترمنځ د مستقیمې وسله والې نښتې په معنی دي، زیاته کړه چې دا ډول نښتې به د اټومي تاو تریخوالي د زیاتوالي لامل شي.
د دغه روسي چارواکي خبرې د اټومي جګړې د احتمال په اړه د روسیې د امنیت شورا د مرستیال دیمیتري میدویدیف له خبرو سره سمون لري.
باید یادونه وشي، چې تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي و، چې که د اوکراین پر سر د لویدیځ او روسیې تر منځ تاوتریخوالی دوام وکړي، په نړۍ کې به د اټومي جګړې امکان نه وي.