کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روسیې پر وړاندې د لویدیځ وسله واله جګړه د اټومي جګړې لامل کیږي

22 سرطان 1401 ساعت 9:27

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې د روسیې په وړاندې د لویدیځ هر اړخیزې مقابلې نړۍ د اټومي جګړې و کندي ته اچولې شي.


آوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اوکراین کي د امریکا له پوځی یرغل وروسته د مسکو او واشنګټن ترمنځ د کړکېچنې فضا ته په پام سره ټینګار کړی، چې امریکا او متحدین یې د خطرناکې جګړې په درشل کې دی. د روسیې سره مستقیمه وسله واله جګړه چې د اټومي تاو تریخوالي خطر لري.
 
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، واشنګټن او متحدینو یې د اوکراین کړکېچ لاپسې زیات کړی دی.
 
زاخارووا زياته کړه، لويديځ له روسيې سره هراړخيزه مقابله پيل کړې ده او اوس له دغه هېواد سره د نامحدود پوځي مقابله خطرناکه ده.
 
هغه د دې په څرګندولو سره چې دا ډول نښتې په یقیني توګه د اټومي قدرتونو ترمنځ د مستقیمې وسله والې نښتې په معنی دي، زیاته کړه چې دا ډول نښتې به د اټومي تاو تریخوالي د زیاتوالي لامل شي.
 
د دغه روسي چارواکي خبرې د اټومي جګړې د احتمال په اړه د روسیې د امنیت شورا د مرستیال دیمیتري میدویدیف له خبرو سره سمون لري.
 
باید یادونه وشي، چې تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي و، چې که د اوکراین پر سر د لویدیځ او روسیې تر منځ تاوتریخوالی دوام وکړي، په نړۍ کې به د اټومي جګړې امکان نه وي.
 


د مطلب کود: 255580

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255580/د-روسیې-پر-وړاندې-لویدیځ-وسله-واله-جګړه-اټومي-جګړې-لامل-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com