دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۹
د مطلب کود : 255529
ارزګان کې سېلابونه لږ تر لږه ۲۶ کسان وژلي
په اروزګان ولایت کې په تیرو دوو ورځو کې د سیلابونو له امله لږ تر لږه ۲۶ تنه مړه او لسګونه کورونه ویجاړ شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس، د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې (ARCS) په لسګونو سیلاب ځپلو کورنیو ته بیړنۍ مرستې وویشل.
 
د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ له ۶۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره د یکشنبې په ورځ ۶۰ خیمې، ۲۴۰ کمپلې، ۱۸۰ د اوبو سطلونه، ۶۰ ترپالونه او ۱۳ د پخلنځي وسایل وویشل شول.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اروزګان چارواکي وايي چې په تېرو څو ورځو کې په دغه ولايت کې د سېلابونو له امله ٢٦ کسان وژل شوي دي.
 
د اروزګان د والي مرستيال وايي، په تېرو دوو ورځو کې د خاص اروزګان، ګيزاب او چورې ولسواليو کې سېلابونو خلکو ته ډېر مالي زيانونه اړولي دي.
 
https://avapress.com/vdcdxk0xnyt0kk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته