کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارزګان کې سېلابونه لږ تر لږه ۲۶ کسان وژلي

21 سرطان 1401 ساعت 9:49

په اروزګان ولایت کې په تیرو دوو ورځو کې د سیلابونو له امله لږ تر لږه ۲۶ تنه مړه او لسګونه کورونه ویجاړ شوي دي.


آوا، د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې (ARCS) په لسګونو سیلاب ځپلو کورنیو ته بیړنۍ مرستې وویشل.
 
د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ له ۶۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره د یکشنبې په ورځ ۶۰ خیمې، ۲۴۰ کمپلې، ۱۸۰ د اوبو سطلونه، ۶۰ ترپالونه او ۱۳ د پخلنځي وسایل وویشل شول.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اروزګان چارواکي وايي چې په تېرو څو ورځو کې په دغه ولايت کې د سېلابونو له امله ٢٦ کسان وژل شوي دي.
 
د اروزګان د والي مرستيال وايي، په تېرو دوو ورځو کې د خاص اروزګان، ګيزاب او چورې ولسواليو کې سېلابونو خلکو ته ډېر مالي زيانونه اړولي دي.
 


د مطلب کود: 255529

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255529/ارزګان-کې-سېلابونه-لږ-تر-لږه-۲۶-کسان-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com