دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 255457
د اوکراین ولسمشر: موږ به د سولې لپاره خپله خاوره پرې نه ږدو
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي، چمتو نه دی چې له روسیې سره د سولې لپاره د خپل هېواد د خاورې یوه برخه روسیې ته وسپاري.
افغان غږ خبری آژانس، د اوکراین ولسمشر ویلي چې د اوکراین د ځمکو سپارل به د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماټیکو خبرو اترو برخه نه وي.
 
هغه زیاته کړه: "اوکراین چمتو نه دي چې خپلې ځمکې ورکړي او دا ومني چې دا ځمکې د روسیې دي. «دا زموږ خاوره ده».
 
زیلینسکي، چې د بریتانیا د لومړي وزیر بوریس جانسن له استعفا سره یې د یوه مهم غربي متحد ملاتړ له لاسه ورکړی، یادونه کړې چې د اوکراین په اړه د بریتانیا پالیسي به "بدل نشي".
 
زیلینسکي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د جولای په اوومه وویل چې هېواد یې لا تر اوسه د اوکراین پر ضد جدي جګړه نه ده پیل کړې.
 
https://avapress.com/vdcdkk0x5yt0ko6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته