کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اوکراین ولسمشر: موږ به د سولې لپاره خپله خاوره پرې نه ږدو

18 سرطان 1401 ساعت 11:30

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي، چمتو نه دی چې له روسیې سره د سولې لپاره د خپل هېواد د خاورې یوه برخه روسیې ته وسپاري.


آوا، د اوکراین ولسمشر ویلي چې د اوکراین د ځمکو سپارل به د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماټیکو خبرو اترو برخه نه وي.
 
هغه زیاته کړه: "اوکراین چمتو نه دي چې خپلې ځمکې ورکړي او دا ومني چې دا ځمکې د روسیې دي. «دا زموږ خاوره ده».
 
زیلینسکي، چې د بریتانیا د لومړي وزیر بوریس جانسن له استعفا سره یې د یوه مهم غربي متحد ملاتړ له لاسه ورکړی، یادونه کړې چې د اوکراین په اړه د بریتانیا پالیسي به "بدل نشي".
 
زیلینسکي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د جولای په اوومه وویل چې هېواد یې لا تر اوسه د اوکراین پر ضد جدي جګړه نه ده پیل کړې.
 


د مطلب کود: 255457

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255457/د-اوکراین-ولسمشر-موږ-سولې-لپاره-خپله-خاوره-پرې-نه-ږدو

آوا
  https://www.avapress.com