افغان غږ خبری آژانس، د استرالیا د رسنیو د معلوماتو له مخې، ۲۷ کلنه فاطمه پیمان د استرالیا د لویدیځ د پرت اوسیدونکې لومړنۍ حجابه لرونکې مسلمانه میرمن ده چې مشرانو جرګې ته لاره پیدا کړي.
انتوني البانیزی؛ د استرالیا نوي لومړي وزیر په ټویټر کې د مشرانو جرګې لپاره د کارګر ګوند غړي فاطمې پیمان ته مبارکي ویلې ده.
د استرالیا د ټاکنو کمیسیون نن د پناه غوښتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت خپله ټاکنې اعلان کړې.
فاطمه اته کلنه وه چې له خپلې مور او کوچنیو وروڼو سره اسټرالیا ته وراغلي.
اغلې پیمان د اسټرالیا راډیو ABC ته وویل چې پلار یې په ۱۹۹۹ کال کې په کښتۍ کې د هند له بحر څخه تېر شوی و او د یوې پناه غوښتونکي په توګه استرالیا ته راغلی و چې د خپلې مېرمنې او دریو ماشومانو لپاره ښه ژوند برابر کړي. د هغه پلار په ۲۰۱۸ کال کې د سرطان له امله مړ شوي.
اغلې پیمان وویل، "زه په ۲۰۰ کسیزه ډله کې یوازینۍ ښځه وم چې حجاب یې اغوستی و" چا چې د کارګر ګوند له خوا د سنا لپاره سیالي وکړه، چې دا یوه "لویه لاسته راوړنه ده."