افغان غږ خبری آژانس - بلخ: مولوی عبدالعزیز؛ د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له تروریزم سره د مبارزې رئیس له مزارشریف څخه د لیدنې پر مهال رسنیو ته وویل: د عسکرو د خیالي تنظیم د له منځه وړلو لپاره د پولیسو په لیکو کې مبارزه د دوی لومړیتوب دی. د کورنیو چارو وزارت او دغه بهیر د پولیسو د تشکیل او ثبات په برخه کې اغېزمن دی.
هغه وويل، د بلخ، سرپل، جوزجان او فارياب پوليس به په يوه رڼه پروسه کې ثبت او بايومټريک کېږي، څو د نورو حقونه تر پښو لاندې نه شي او ټولو خلکو ته د کار زمينه برابره شي.
د کورنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې رئیس ومنله چې د پولیسو د لیکو د تصفیې بهیر د مستحقو کسانو د حقونو د تر پښو لاندې کولو د مخنیوي په موخه په لاره اچول شوی.
مولوي عبدالحق همکار؛ د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین هم رسنیو ته ویلي، چې په بلخ، سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د پولیسو د سرتېرو د ثبت او بایومټریک پروسې مسؤل دی. د پولیسو ځواک په رسمي ډول نه و راجستر شوی او په خپله خوښه فعالیت کوله؛ خو له ثبت او بایومتریک وروسته به د اسلامي امارت د پولیسو لپاره ځانګړې جامې وویشل شي.
هغه زیاته کړه، د پولیسو د سرتېرو د ثبت او بایومټریک پروسې په بشپړېدو سره د خیالي ادارو او هغو اسانتیاوو د ضایع کېدو مخه نیول کېږي، چې دوی ته ورکول کېږي او د پولیسو په لیکو کې باید شفافیت رامنځته شي، څو د ناوړه چلند مخه ونیول شي.
مولوي نعمت الله سیف الله؛ د بلخ امنیه قوماندان وايي: د کورنیو چارو وزارت له خوا د پولیسو د سرتېرو د ثبت او بایومټریک پروسې له پلي کېدو څخه ډېر خوښ یو او دغه اقدام د مجرمینو پر وړاندې د اغېزمنې مبارزې، د پولیسو له نوم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي او د هغوی د خوندیتوب لپاره ارزښتناک دی.
محمد اصف وزیري؛ د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند مزارشريف ته د کورنيو چارو وزارت د لوړ پوړي پلاوي د سفر د تاييدولو په ترڅ کې د
افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل: د دغه پلاوي له سفر وروسته بايد د پوليسو په ليکو کې اصلاحات رامنځته شي.