افغان غږ خبری آژانس، د سوریې د دفاع وزارت اعلان کړی چې په دغه مانور کې د سوریې او روسیې جیټ الوتکو په ګډو الوتنو سره له مخکې څخه ټاکل شوې سیمې په نښه کړی او خپل ټاکلی هدفونه یې له منځه وړی دی.
دا په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړی هوايي مانور دی.
د سوریې د دفاع وزارت په وینا، په دې تمرین کې د روسیې دوه سوخو-۳۵ او د سوریې د هوايي ځواک شپږ MiG-23 او 29 برخه اخیستې وه.
له جاسوسي الوتکو او دښمنو جنګي الوتکو سره د دغو الوتکو د مقاومت نمونې هم په دې مانور کې په پام کې نيول شوي وه.
دا عملیات په داسې حال کې شوي چې د سوریې پوځ اعلان وکړ چې اسرائیل د دمشق په جنوب کې سیمې په نښه کوي.