کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیه او سوریه ګډ هوايي تمرینات ترسره کړل

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 19 جوزا 1401 ساعت 15:45

د سوريې د دفاع وزارت له روسيې سره د ګډو هوايي مانورو د عملي کېدو اعلان وکړ.


آوا، د سوریې د دفاع وزارت اعلان کړی چې په دغه مانور کې د سوریې او روسیې جیټ الوتکو په ګډو الوتنو سره له مخکې څخه ټاکل شوې سیمې په نښه کړی او خپل ټاکلی هدفونه یې له منځه وړی دی.
 
دا په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړی هوايي مانور دی.
 
د سوریې د دفاع وزارت په وینا، په دې تمرین کې د روسیې دوه سوخو-۳۵ او د سوریې د هوايي ځواک شپږ MiG-23 او 29 برخه اخیستې وه.
 
له جاسوسي الوتکو او دښمنو جنګي الوتکو سره د دغو الوتکو د مقاومت نمونې هم په دې مانور کې په پام کې نيول شوي وه.
 
دا عملیات په داسې حال کې شوي چې د سوریې پوځ اعلان وکړ چې اسرائیل د دمشق په جنوب کې سیمې په نښه کوي.
 


د مطلب کود: 254047

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254047/روسیه-او-سوریه-ګډ-هوايي-تمرینات-ترسره-کړل

آوا
  https://www.avapress.com