افغان غږ خبری آژانس، د سپتمبر د یوولسمې نیټې د قربانیانو یو شمیر کورنیو د بایډن پر حکومت غږ کړی چې د افغانستان د مرکزي بانک بندې شوې پیسې دې خوشې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د بایډن له حکم سره سم؛ د متحده ایالاتو جمهور رئیس وویل، د دغو مرستو یوه برخه به د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د تاوان په توګه ځانګړې شي.
د قربانیانو کورنیو ویلي چې د عامو افغانانو د شتمني ضبطول به د عدالت غوښتلو لپاره ښه لاره نه وي.
د اسلامي امارت له خوا د افغانستان د بیا نیولو وروسته، د امریکا حکومت د امریکا د مرکزي بانک اوه ملیارده ډالره زیرمې کنګل کړې او د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته یې د ورکړي خبره وکړه.
د پیسو کنګل کیدل په افغانستان کې د بانکدارۍ دوره په ټپه ودروله او خلک حتی د هیواد په بانکونو کې خپلو نغدو پیسو ته لاسرسی نه لري او د نغدو پیسو کمښت د اقتصادي بحران او قحطۍ لامل شوی.