دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۸
د مطلب کود : 254000
عبدالله لابي کوي چې له اسلامي امارت سره د هند سیاسي اړیکي پیل کړي
ځینې غیر رسمي سرچینې وايي چې تېره اوونۍ د هند د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړی پلاوی له اسلامي امارت سره د لیدو لپاره کابل ته راغلی و چې په هند کې د عبدالله عبدالله د وروستیو لابیونو پایله وه.
افغان غږ خبری آژانس، ځینی غیر رسمی منابع وایی چی تیره اونۍ د هند د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ رتبه پلاوی د عبدالله عبدالله د لابی په نتیجه کی له اسلامی امارت سره د لیدنی په موخه کابل ته راغی. د تېر حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر چې په دې وروستیو کې ډیلي ته تللی.

سرچينې زياته کړې چې د هند حکومت د عبدالله د لابي له لارې له اسلامي امارت سره د سياسي او ډيپلوماتيکو اړيکو پر پيل هوکړه کړې او دا مهال په افغانستان کې د خپل سفارت د پرانستلو پر لارو چارو غور کوي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې عبدالله به له اوسني افغان حکومت سره د اروپايي بنسټونو د همکارۍ په موخه اروپا ته هم سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په دې وروستیو کې له هند سره د ښو اړیکو غوښتنه کړې او په افغانستان کې یې خپل سفارت بېرته پرانیستلو هیله څرګند کړي ده.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته د لومړي ځل لپاره د هند حکومت افغانستان ته یو پلاوی استولی چې د بشري مرستو د وېش او همدارنګه د هند د پروژو د پلي کولو څرنګوالي ښودل شوي.
 
https://avapress.com/vdcgzt9xzak9nz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته