ځینې غیر رسمي سرچینې وايي چې تېره اوونۍ د هند د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړی پلاوی له اسلامي امارت سره د لیدو لپاره کابل ته راغلی و چې په هند کې د عبدالله عبدالله د وروستیو لابیونو پایله وه.
عبدالله لابي کوي چې له اسلامي امارت سره د هند سیاسي اړیکي پیل کړي
خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 18 جوزا 1401 ساعت 15:48
ځینې غیر رسمي سرچینې وايي چې تېره اوونۍ د هند د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړی پلاوی له اسلامي امارت سره د لیدو لپاره کابل ته راغلی و چې په هند کې د عبدالله عبدالله د وروستیو لابیونو پایله وه.
آوا، ځینی غیر رسمی منابع وایی چی تیره اونۍ د هند د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ رتبه پلاوی د عبدالله عبدالله د لابی په نتیجه کی له اسلامی امارت سره د لیدنی په موخه کابل ته راغی. د تېر حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر چې په دې وروستیو کې ډیلي ته تللی.
سرچينې زياته کړې چې د هند حکومت د عبدالله د لابي له لارې له اسلامي امارت سره د سياسي او ډيپلوماتيکو اړيکو پر پيل هوکړه کړې او دا مهال په افغانستان کې د خپل سفارت د پرانستلو پر لارو چارو غور کوي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې عبدالله به له اوسني افغان حکومت سره د اروپايي بنسټونو د همکارۍ په موخه اروپا ته هم سفر وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په دې وروستیو کې له هند سره د ښو اړیکو غوښتنه کړې او په افغانستان کې یې خپل سفارت بېرته پرانیستلو هیله څرګند کړي ده.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته د لومړي ځل لپاره د هند حکومت افغانستان ته یو پلاوی استولی چې د بشري مرستو د وېش او همدارنګه د هند د پروژو د پلي کولو څرنګوالي ښودل شوي.
د مطلب کود: 254000