افغان غږ خبری آژانس، په اندونیزیا کې د افغان کډوالو لاریونونه دوام لري. د اسټرالیا د نوي لومړي وزیر د جاکارتا په سفر سره، پناه غوښتونکي یو ځل بیا د استرالیا د سفارت مخې ته راغونډ شوي ترڅو د خپلې بدبختۍ په اړه احتجاج وکړي.
دغه پناه غوښتونکي د دوشنبې په ورځ (د جوزا ۱۶ مه) د اندونیزیا په سورابایا کې د استرالیا د قونسلګرۍ مخې ته راټول شول.
هغه کسان چې له کلونو راهیسې په اندونیزیا کې بند پاتې دي غواړي هغه هیوادونو ته ولیږدول شي چي کډوال مني.
اندونیزیا د کډوالو د برزخ په توګه پیژندل کیږي، او په وروستیو کلونو کې څو تنو پناه غوښتونکو د ناڅرګندتیا او نا امیدۍ له امله ځان وژنه کړې ده.