دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 253814
اسرائیلي ورځپاڼه: حزب الله سل زره توغندي لري
صهیونیسټی ورځپاڼی معاریو وایی دصهیونیسټ رژیم د امنیتی ادارو د اټکلونو له مخې په لبنان کښې حزب الله سل زره توغندی لری .
افغان غږ خبری آژانس، صهیونیسټی ورځپاڼی معاریو نن (یکشنبه، جوزا ۱۵) ادعا وکړه چې د صهیونیسټ رژیم امنیتی ادارو اټکل کړی چې په لبنان کښې حزب الله سل زره توغندی په مختلفو ډولونو لری.
 
ورځپاڼې زیاته کړې چې په ۲۰۰۶ کال کې د لبنان پر ضد د دویمې جګړې له پیل راهیسې د حزب الله د توغندیو په مرکزونو کې د توغندیو شمیر په ډراماتیک ډول زیات شوی او دا چې د اسرائیلي رژیم داخلي جبهې ته ګواښونه زیات شوي دي.
 
صهیونیسټي رسنیو په ځلونو د حزب الله په مختلفو توغندیو د سمبالولو راپورونه خپاره کړي دي.
 
حزب الله په دې وروستیو کې خبر ورکړ چې حزب الله ۱۵۰ زره توغندي لري او د احتمالي جګړې په صورت کې به هره ورځ له ۱۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ پورې توغندي په اشغال شوي فلسطین وتوغول شي.
 
 
https://avapress.com/vdcizpar5t1awv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته