کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسرائیلي ورځپاڼه: حزب الله سل زره توغندي لري

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 15 جوزا 1401 ساعت 13:59

صهیونیسټی ورځپاڼی معاریو وایی دصهیونیسټ رژیم د امنیتی ادارو د اټکلونو له مخې په لبنان کښې حزب الله سل زره توغندی لری .


آوا، صهیونیسټی ورځپاڼی معاریو نن (یکشنبه، جوزا ۱۵) ادعا وکړه چې د صهیونیسټ رژیم امنیتی ادارو اټکل کړی چې په لبنان کښې حزب الله سل زره توغندی په مختلفو ډولونو لری.
 
ورځپاڼې زیاته کړې چې په ۲۰۰۶ کال کې د لبنان پر ضد د دویمې جګړې له پیل راهیسې د حزب الله د توغندیو په مرکزونو کې د توغندیو شمیر په ډراماتیک ډول زیات شوی او دا چې د اسرائیلي رژیم داخلي جبهې ته ګواښونه زیات شوي دي.
 
صهیونیسټي رسنیو په ځلونو د حزب الله په مختلفو توغندیو د سمبالولو راپورونه خپاره کړي دي.
 
حزب الله په دې وروستیو کې خبر ورکړ چې حزب الله ۱۵۰ زره توغندي لري او د احتمالي جګړې په صورت کې به هره ورځ له ۱۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ پورې توغندي په اشغال شوي فلسطین وتوغول شي.
 
 


د مطلب کود: 253814

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253814/اسرائیلي-ورځپاڼه-حزب-الله-سل-زره-توغندي-لري

آوا
  https://www.avapress.com