دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۴
د مطلب کود : 253766
د افغانستان خلکو ته د عاجلو بشري مرستو د لېږلو په اړه د بشري حقونو د څار سازمان پیغام
د بشري حقونو د څار اداره وايي، مرستندویه هېوادونه او بنسټونه باید په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره بېړنۍ بشري مرستې وکړي.
افغان غږ خبری آژانس، د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او له افغانستان سره یې د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.

د ښځو لپاره د دې سازمان مرستیالې هیدر بار وویل، نړیواله ټولنه او اسلامي امارت باید د افغانستان د اقتصاد د بیا ژوندي کولو لپاره په ګډه کار وکړي.

هغه زیاته کړه: "زه فکر کوم چې یو غلط فکر و چې ژمی به پای ته رسیږی او بحران به پای ته رسیږی. دا د حقیقت څخه لرې ده. همدا اوس ډیري خلک لوږي دي او دا ګواښ هغه وخت زیاتیږي کله چې ژمی بیا پیل شي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله وايي، له افغانستان سره د مرستو په رسولو کې هر ډول ځنډ به وژونکي او ناورین وي.

هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارتو او نړۍ په ځانګړې توګه د امریکا تر منځ د هوکړې نشتوالي د افغانستان اقتصادي رغونه جدي زیانمنه کړې ده.

په افغانستان کې د اسلامي امارتو له بیا واکمنۍ وروسته په امریکا کې د شاوخوا ۹،۵ میلیارده ډالرو شتمنۍ کنګل شوې. په دې موده کې د نړیوالې ټولنې له خوا افغانستان ته د مرستو بستې ورکړل شوې، خو اندازه یې د پام وړ نه ده.

ملګري ملتونه وايي، سږ کال په افغانستان کې تر یو میلیون ډېر ماشومان د قحطۍ او خوارځواکۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
 
https://avapress.com/vdcepx8wpjh8nfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته