دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 253738
نړیوالو سازمانونو له بېوزله افغانانو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه
د بشري حقونو د څار سازمان یوځل بیا د افغانستان پر روان بشري وضعیت اندېښنه ښودلې او پر مرستندویو هېوادونو یې غږ کړی، چې د بېوزلو افغانانو لپاره سمدستي بشري مرستې چمتو کړي.
افغان غږ خبری آژانس - مانیتورینګ، د ښځو په چارو کې د دې سازمان مرستیال مشرې هیدر بار پرون د غبرګولي په ۱۳مه آزادۍ راډیو ته وویلي چې نړیوالو ټولنه او اسلامي امارت باید د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې په برخه کې ګډ کار وکړي.

هغه زیاتوي: "فکر کوم یو ناسم تصور شته چې ګنې ژمی پای ته رسېدلی او ورسره بحران هم ختم شوی، خو حقیقت داسې نه دی. همدا هم اوس بیخي ډېر خلک له سختې لوږې سره مخامخ دي او دا ګواښ به هغه مهال نور هم سخت شي چې بیا ژمی راورسېږي."

د بشري حقونو د څار سازمان مرستیالې وویل، چې افغانستان ته د مرستو په رسولو کې د هرراز ځنډ پایله ښايي مرګونې او له ناورین ډکه وي. مېرمن بار زیاته کړه چې د اسلامي امارتو او د نړیوالو په تېره د امریکا ترمنځ د یو توافق یا تفاهم نشتوالي د افغانستان د اقتصاد بیارغونې ته سخت زیان اړولی دی.

د اسلامي امارتو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان شاوخوا نهه نیم میلیارد ډالر شتمنۍ په امریکا کې کنګل شوې.

د تېرکال له زمري میاشتې په راوروسته موده کې نړیوالو له افغانستان سره یولړ مرستې وکړې چې کچه یې ډېره زیاته نه وه.

د خوړو د نړیوال پروګرام د اټکل له مخې د افغانستان شاوخوا ۱۹،۸ میلیون خلک په لوږه کې ژوند کوي.

د ملګروملتونو د راپور له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۱۱ لکه ماشومان د قحطۍ او خوارځواکۍ له کبله د مړینې له ګواښ سره مخامخ دي.

د څه کم لسو میاشتو له اووښتو وروسته هم نړیوالو د اسلامي امارتو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د څو مهمو شرطونو- له هغې ډلې د بشري حقونو او په تېره د ښځو حقونو ته د درناوي، د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو او د دې ژمنې په خاطر چې له افغانستانه به نورو هېوادونو ته ګواښ نه متوجه کېږي د دوی له حکومت سره د نړیوالو تعامل ځنډېدلی دی.
 
https://avapress.net/vdcdss0xjyt0k56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته