دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 253581
د سردار محمد داوود خان په روغتون کې د ارتوپيدي جراحي څانګه پرانیستل شوه
په کابل کې د سردار محمد داود خان د ارتوپیدي او وینټریکول جراحۍ څانګه پرانستل شوه.
د افغانستان د طبي علومو د اکاډمۍ قوماندان برید جنرال محمد اسماعیل وردګ د جراحۍ د خدمتونو د پرانستلو پر مهال وویل: دغه خدمت په یو وخت کي د ۳۰ تنو ناروغانو د بسترولو ظرفیت لري.

د وردګ په وينا، دغه خدمات په عصري طبي وسايلو سمبال دي.

د کابل په نور روغتون کې مهمي څانګې او د سردار محمد داوود خان په روغتون کې د جراحۍ وارډونه په داسې حال کې فعاله شوي چې د پخواني حکومت له نسکوریدو او د اسلامي امارت له تاسیس وروسته ډیری دولتي روغتونونه له طبي امکاناتو، پرسونل او درملو له کمښت سره مخ دي. یو عامل چې د نړیوالو څارونکو په نظر په افغانستان کې د روغتیايي سیستم د سقوط لامل دی.
 
https://avapress.com/vdcjote8vuqeiiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته