دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 253453
د دفاع وزارت سرپرست: هیچا ته به اجازه ورنه کړو چې امنیت ګډوډ کړي
ملا یعقوب مجاهد؛ د ملي دفاع وزارت سرپرست پنجشېر ته د سفر پر مهال وويل، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې امنيت ګډوډ کړي.
افغان غږ خبری آژانس (افغان غږ خبری آژانس) – کابل، ملا یعقوب مجاهد پنجشیر ته د خپل سفر په ترڅ کې چې د جمعې په ورځ (د غویي ۳۰ مه) تر سره شو، پر خلکو غږ وکړ چې د دښمن په دوکه کې نه شي او خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست د دغه ولایت له مخورو سره د کتنې په ترڅ کې د پنجشېر ولایت امنیتي وضعیت وستایه او د سیمه ییزو ادارو له کارکوونکو یې مننه وکړه.

که څه هم ملا یعقوب د پنجشیر وضعیت ښه بیان کړ؛ خو وسله وال مخالفين بيا د جګړې خبري کوي او د طالبانو پر وړاندې د لاسته راوړنو خبره کوي.

په دې وروستیو کې خیرمحمد اندرابي؛ هغه د اپوزیسیون قوماندانانو ته وویل چې دوی به خپل "مقاومت" ته دوام ورکړي او د انقرې د شورا پریکړې ته به انتظار نه کوي.

د هغه په وينا، د ترکيې سرمشريزه د «مقاومت جبهې» له مبارزې سره هېڅ تړاو نه لري او تر هغو به د اعتبار وړ نه وي، څو چې هېواد ته راستانه شوي نه وي او په عملي ډول يې مقاومت پیل کړی نه وي.

##دفاع_وزارت ##ملا_محمد_یعقوب_مجاهد ##پنجشیر ##ترکیه ##اپوزیسیون ##مقاومت_جبهه ##امنیت ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه
##افغانستان_خبرونه ##خبرونه ##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه

https://avapress.com/vdchmxnix23nmkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته