دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 253451
صهیونیسټي خاخام: له تل ابیب سره به د ریاض اړیکې په دوو کلونو کې عادي شي
د صهیونیسټي رژيم یوه مشر سعودي عربستان ته له سفر وروسته وویل د سعودي عربستان او صهیونیسټي رژیم ترمینځ د اړیکو د عادي کولو په بهیر کښې یوازینۍ موضوع وخت دی چې شاید دوه کاله وخت ونیسي .
افغان غږ خبری آژانس (افغان غږ خبری آژانس)، خاخام سټیون بورګ؛ په اشغال شوي بیت المقدس کې د اورتودوکس اجرایوي مشر وايي، د اسراییلو او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو په بهیر کې یوازینۍ مسله وخت دی.

د صهیونیسټی ټلویزیونی ۷ چینل د  راپور له مخې، خاخام بورګ چې په دې وروستیو کې له یو شمیر صهیونیسټی سوداګرو سره بحرین او سعودی عربستان ته سفر کړی وو، سعودی عربستان یو ښه هیواد وباله او ویې ویل: هغه یو داسې هیواد ولید چې له یوې سوداګرې ټولنې یې لرلی او غواړی چې د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره یو ښه هیواد وی.

هغه وویل: "په داسې حال کې چې ریاض تر اوسه د اسراییلو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د ابراهیم تړون نه دی لاسلیک کړی خو هغه خلک چې ما په سعودي عربستان کې خبرې ورسره وکړې ویلي چې په دې برخه کې یوازینۍ مسله وخت دی."

صهیونیسټي خاخام زیاته کړه: دا به دوه کاله وخت ونیسي، سعودي ټولنه یوه محافظه کاره ټولنه ده او دوی باید دغه هیواد مخ په وړاندې بوځي.

د هغه په وینا که تاسو یهودي یاست او د اسرائیلو ملاتړ کوئ، نو تاسو به نور په سعودي عربستان کې کومه ستونزه ونه لرئ.

په دې وروستیو کلونو کې د تل آویو او ریاض ترمنځ د پردې تر شا د اړیکو په اړه ډېر راپورونه او خبرونه ورکړل شوي، خو سعودي چارواکي دا خبره ردوي او وايي، د ختیځ بیت المقدس د پلازمېنې سره د فلسطیني دولت جوړېدل د اړیکو د عادي کېدو لپاره اساسي شرط دی.

##صهیونیسټي_رژیم ##فلسطین ##سعودی_عربستان ##اسرائیل ##خاخام ##بحرین ##تل_آویو ##بیت_المقدس ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه
##خبرونه ##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه

https://avapress.com/vdcftmd0yw6dtja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته