د
افغان غږ خبری آژانس (
افغان غږ خبری آژانس)، د المسیره د راپور له مخې، د سعودي ایتلاف د الحدیده ولایت د حیس سیمه په دوو بریدونو کې د جاسوسي الوتکو په وسیله په نښه کړه او د حیس، الطحیه او مقبانه په سیمو یې ۱۱ جاسوسي الوتنې ترسره کړې.
د رپوټ له مخې د سعودی ائتلافي ځواکونو هم په الحیص او الجبلیه کښې سیمې په راکټونو او توپخانو سره په نښه کړې دی.
ساحوي سرچینو هم د جمعې په شپه راپور ورکړ چې اته یمني کب نیونکي د سور سمندرګي د زخار او حنیش ټاپوګانو ته نږدې د ایتلافي ځواکونو لخوا تښتول شوي دي.
دسعودي ائتلاف سمندري ځواکونو له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمني کب نیوونکو په تښتولو او د یمن دخلکو د محاصره کولو لپاره د بېړیو غلا کولو ته دوام ورکړی دی .
محمد عبدالسلام؛ د انصارالله غورځنګ یوه ویاند په ټویټ کې ویلی چې د سعودی ائتلاف په یمن کې د اوربند شرایط نه دی منلی.
د یمن سترې سیاسي شورا هم د مهدي المشط په مشرۍ په یوه غونډه کې اعلان وکړ چې د اوربند غځول د اوسني پړاو په ارزونې پورې اړه لري.
سعودی عربستان د ۲۰۱۵ میلادی کال د اپریل دمیاشتې په شپږمه نیټه دامریکا او دصهیونیسټ رژیم په ملاتړ دعربستان په شمول د څو عربو هیوادونو د ائتلاف په بڼه کښې په یمن باندې پراخې حملې پیل کړې .
د سعودیانو د تمې خلاف، د هغوی حملې د یمن د ولس د مقاومت په مرکز باندې وشوې، او د سعودی په خاوره په تېره بیا د ارامکو په تاسیساتو باندې د اوه کلنې بې ثباتۍ او دردناکو یمنیانو له حملو وروسته، ریاض مجبور شو، چې له دغه هېواده د وتلو په هیله، اوربند ومنی. د یمن جګړه.
##یمن ##سعودیان ##سعودي_ائتلاف ##ریاض ##انصارالله ##صهیونیسټ_رژیم ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه ##افغانستان_خبرونه
##خبرونه ##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه