افغان غږ خبری آژانس (
افغان غږ خبری آژانس)، ښاغلی محب پهدي مرکه کي له افغانستانه مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني سره یو ځای وتل توجیه کوي او وایي، دا کار له کورنۍ جګړي د مخنیوي لپاره وشو.
حمدالله محب له "بيبيسي" سره د مرکي پر مهال ویلي: هر هغه څه چي زما د ناکامۍ اړوند دي، زه یي مسوولیت پر غاړه اخلم او زه د افغانستان له خلکو بښنه غواړم او زه هیله لرم، ټول هغه شخصیتونه چي پهدي ناکامۍ کي یي رول درلود رامخته شي او جزییات دي ورکړي، ځکه دا داسي څه دي چي موږ یي باید د افغانستان خلکو او تاریخ ته بیان کړو، څو زموږ هيوادوال ښه راتلونکي ولري.
ورته مهال د سیاسي چارو کارپوهان په دي اړه بيلابيل اندونه لري.
د تير حکومت له نسکوريده وروسته ډيری سیاستوال او حکومتي چارواکي له هيواده ووتل چي د هغوی دا ډول وتل په کور دننه او بهر د افغانانو تر نیوکو لاندي راغلل.
##حمدالله_محب ##تیر_حکومت_نسکوریدل ##افغانستان ##اشرف_غني ##سقوط##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه ##افغانستان_خبرونه
##خبرونه ##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه