افغان غږ خبری آژانس (
افغان غږ خبری آژانس)، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنجشنبه د غويي ۲۹ د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالي ورځي په نمانځغونډه کي څرګنده کړي چي د رسنیو د سرغړونو کمیسیون نن خپل کار پیل کړی او اطلاعاتو ته د لاسرسي هغه به هم په نږدي راتلونکي کي خپل کار پیل کړي.
د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخي؛ اسلامي امارت د اسلامي شریعت په چوکاټ کي د رسنیو ملاتړ ته ژمن دی. نوموړي پر رسنيو غږ وکړ، چي په خپلو خپرونو کي ملي ګټي او اسلامي ارزښتونه پام ونيسي.
نوموړی وایي: حکومت له رسنیو سره اقتصادي ملاتړ ته دوام ورکوي او مونږ غواړو، چي د رسنیو ستونزي صفر ته راکښته کړو.
هغه له رسنیو وغوښتل، چي د اسلامي اصولو پر بنسټ د رسنیو فعالیت تروان وساتل شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخي، د تير حکومت له نسکوريدو وروسته اوسمهال په هيواد کي ۱۹۸ چاپي او غږیزي رسنۍ شته، چي ۱۷۰ رسنۍ له اقتصادي ستونزو له کبله تړل شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مشر عبدالحق حماد ويلي: ډيري رسنۍ، چي بندي دي؛ مسوولين يي له افغانستان څخه وتلي او نوري يي د بهرنيانو په ملاتړ پوري تړلي وي، چي اوس فعالي ندي.
په افغانستان کي وروستیو سیاسي پرمختګونو د رسنیو پر وضعیت هم اغيز کړی، چي د راپورونو له مخي د یو شمير رسنیو د تړل کيدو له کبله د رسنیو شاوخوا ۶۰۰۰ کارکوونکطو خپلي دندي له لاسه ورکړي دي.
##اسلامي_امارت ##طالبان ##رسني ##افغانستان ##خبریالان ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه ##افغانستان_خبرونه ##خبرونه
##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه