دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۴
د مطلب کود : 219284
طارق ارین: په ترورونو کې حقاني شبکه او طالبان لاس لري
د دغه وزارت ویاند طارق ارین څرګندوي چې د دوی سرتېرو په دې وروستیو کې یو شمېر کسان په کابل کې د ترورونو، ماین چاودنو او وسله والو بریدونو په تور نیولي دي. په ورته وخت کې دی وایي، هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې له غیرقانوني وسلو ګټه واخلي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د غیرقانوني وسلو ګرځېدو، ترورونو، ماین چاودنو او وسله والو غلاوو هېوادوال سخت اندېښمن کړي او پر امنیتي بنسټونو نیوکه کوي چې د داسې بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
https://avapress.com/vdcbw9b5arhb85p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته