دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۷
د مطلب کود : 218375

نوموړی شورا نن په یوه بیانیه کې داسلام د عظیم الشان پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص ته د فرانسوی مجلې سپکاوې وغنده او د فرانسې له حکومته یې وغوښتل د دغه سپکاوی عوامل محاکمه او سزا کړي .

د افغان غږ له راپور سره سم د افغانستان د شیعه عالمانو شورا د اسلام د ګران پیغمبر ص ته د شارلی ابدو مجلې سپکاوې درست بشریت او د نړۍ اخلاقی ارزښتونو ته سپکاوې وباله .

نوموړی شورا نن په یوه بیانیه کې داسلام د عظیم الشان پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص ته د فرانسوی مجلې سپکاوې وغنده او د فرانسې له حکومته یې وغوښتل د دغه سپکاوی عوامل محاکمه او سزا کړي .

دغې شورا همداراز له مسلمانانو وغوښتل چی د دغه سپکاوی په وړاندې غلی پاتې نشي . د فراتنسوی مجلې دغه اقدام په ډیرو اسلامی هیوادونو کې د خلکو او چارواکو غوسه راپارولی ده .

له بلې خوا د اسلامی مذهبونو د نږدیکت  نړیوالې ټولنې هم په یوه بیانیه کې د اسلام ګران پیغمبر ته د فرانسوی مجلې او په سویډن کې د قران کریم سوزول په کله وغندل .

په دغه بیانیه کې له دغه جاهلانه او بی منطق  اقدام د کرکې په څرګندولو سره راغلی دی دغه دواړه اقدامات د مادرن جاهلیت او د اوسنی وخت د اخلاقی او فکری ځوړتیا بیلګې دي .

 
https://avapress.com/vdcbzwb5srhb8fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته