دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۷
د مطلب کود : 218305
غزني کې یو سرتېری تندې وواژه
د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي، په دغه ولایت کې یو سرتېري د ډېرې تندې له کبله ساه ورکړې ده. د غزني ولایت د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني خامه پرس ته وویل، یاده پېښه تېره شپه ناوخته د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ ته څېرمه د ارزو په سیمه کې رامنځته شوې ده. کامراني وایي، په یاده سیمه کې د امنیتي ځواکونو یوه پوسته له څو اوونیو را هیسي د طالبانو تر برید لاندې وه او کلا بنده کړې یې وه. نوموړي وویل، د یادې پوستې سرتېرو ته له یوې اوونۍ راهیسې امکانات نه دې رسېدلي او له ډېرې لوږې او تندې یو سرتېرې تېره شپه خپل ژوند له لاسه ورکړی. کامراني زیاته کړه، وروسته تر هغه چې یاد سرتېری مړ شوی ملګري یې د اوبو را وړلو په موخه له پوستې بهر وتلي چې په لاره کې طالبانو نیولي او له ځانه سره یې بېولي دي.
https://avapress.com/vdce7v8wnjh8zxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته