دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 218082
ملي امنیت په ننګرهار کې دچاودیدونکو توکو څخه ډک دوه موټر نیولي دي
هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د ملی امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ بهاولۍ سیمه کې ځانګړي عملیات ترسره کړي دي، چې په پایله کې ۲۱۵۰ ګیلو ګرامه چاودیدونکي توکي په دوه لاریو کې ځاي پرځاي شوي له ۵تنو سره یوځای نیولي دي. امنیتي چارواکی وايی، چې نیول شوو کسانو غوښتل یاد توکي دښار په ګنه ګوڼې ځاي کې چاودنه ورکړي، چې په پایله کې دملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شول. د ملي امنیت چارواکي وايي د یادو چاودیدونکو توکو په نیولو سره د سولې دښمانو هغه شوم پلانونه شنډ شول چې غوښتل د یادو چاودیدونکو توکو پرمټ ددې ولایت په اړوند سیمو کې خونړي بریدونه ترسره کړي.
https://avapress.com/vdcg779xxak9qz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته