دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 218076
په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر یو لک او ۸۵ زره واوښت
په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۲۵ میلیونه ډېر شوی او تر اته میلیون ډېر کسان تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي. په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۵ زره او ۴۹۷ تنو ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۲۳زره ۷۸۰، په مکسیکو کې ۶۵ زره او ۸۱۶، په هند کې ۶۶زره او ۳۳۳، په بریټانیا کې ۴۱ زره ۶۰۲، په ایران کې ۲۱ زره او ۷۹۷ او په پاکستان کې ۶۳۱۸ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي. دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
https://avapress.com/vdcjaoe8muqevyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته