کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر یو لک او ۸۵ زره واوښت

13 سنبله 1399 ساعت 9:50

په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۲۵ میلیونه ډېر شوی او تر اته میلیون ډېر کسان تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۵ زره او ۴۹۷ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۲۳زره ۷۸۰، په مکسیکو کې ۶۵ زره او ۸۱۶، په هند کې ۶۶زره او ۳۳۳، په بریټانیا کې ۴۱ زره ۶۰۲، په ایران کې ۲۱ زره او ۷۹۷ او په پاکستان کې ۶۳۱۸ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.



د مطلب کود: 218076

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218076/په-امریکا-کې-د-کویډ-۱۹-قربانیانو-شمېر-تر-یو-لک-او-۸۵-زره-واوښت

آوا
  https://www.avapress.com