دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۱
د مطلب کود : 217964
د بدخشان ولایت مایمي ولسوالۍ لپاره دطالبانو تش په نوم ولسوال ووژل شو
دبدخشان ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند ثنا الله روحاني وايي، چې تیره ورځ د یاد ولایت په مایمي ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې دیادې ولسوالۍ لپاره دطالبانو په تش په نوم ولسوال ضیا الحق ووژل شو. نوموړی وایي،چې په یاده نښته کې د طالبانو تش په نوم ولسوال په وژل کیدو سربیره ۲تنه وسلوال طالبان هم ټپیان شويدي. دیاد ولایت امنیتي چارواکي زیاتوي، چې وسلوال طالبان هره ورځ دسولې په تړاو کړې ژمنې ماتوي، دافغان ځواکونو په پوستو او په لویو ښارونو باندې وسلوال بریدونه ترسره کوي. په ورته وخت کې دبدخشان ولایت اوسیدونکو دجګړې په ښکیلو لوریو په ځانګړي ډول په وسلوالو طالبانو غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلئ سولې او اوربند ته غاړه کیږدئ.
https://avapress.com/vdcepf8wejh8zoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته