کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بدخشان ولایت مایمي ولسوالۍ لپاره دطالبانو تش په نوم ولسوال ووژل شو

11 سنبله 1399 ساعت 14:21

دبدخشان ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند ثنا الله روحاني وايي، چې تیره ورځ د یاد ولایت په مایمي ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې دیادې ولسوالۍ لپاره دطالبانو په تش په نوم ولسوال ضیا الحق ووژل شو.
نوموړی وایي،چې په یاده نښته کې د طالبانو تش په نوم ولسوال په وژل کیدو سربیره ۲تنه وسلوال طالبان هم ټپیان شويدي.
دیاد ولایت امنیتي چارواکي زیاتوي، چې وسلوال طالبان هره ورځ دسولې په تړاو کړې ژمنې ماتوي، دافغان ځواکونو په پوستو او په لویو ښارونو باندې وسلوال بریدونه ترسره کوي.
په ورته وخت کې دبدخشان ولایت اوسیدونکو دجګړې په ښکیلو لوریو په ځانګړي ډول په وسلوالو طالبانو غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلئ سولې او اوربند ته غاړه کیږدئ.



د مطلب کود: 217964

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217964/د-بدخشان-ولایت-مایمي-ولسوالۍ-لپاره-دطالبانو-تش-په-نوم-ولسوال-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com