دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۹
د مطلب کود : 217963
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په فاریاب ولایت کې ۴۷تنه وسلوال طالبان وژل شوي
دفاریاب ولایت ځايی چارواکي وايي، چې افغان ځواکونو دفاریاب ولایت په قیصار،دولت اباد،خواجه سبزپوش،قرغان او اندخوۍ ولسوالیو کې عملیات ترسره کړي دي، چې په پایله کې ۴۷ تنه وسلوال طالبان وژلي دي. چارواکي زیاتوي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې د۴۷ تنو وسلوالو طالبانو په وژل کیدو سربیره ۲۱ تنه طالبان ټپیان،۱۱ عرادې موټر،۱۳ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړي دي. ځايی چارواکي وايي، چې په یاد و عملیاتو کې ولسي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی. په عین حال کې دیاد ولایت اوسیدونکو له افغان ځوا کونو دملاتړ ترڅنګ د عملیاتو د دوام غوښتنه کړې.
https://avapress.com/vdcd950xsyt0fn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته