کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په فاریاب ولایت کې ۴۷تنه وسلوال طالبان وژل شوي

11 سنبله 1399 ساعت 14:19

دفاریاب ولایت ځايی چارواکي وايي، چې افغان ځواکونو دفاریاب ولایت په قیصار،دولت اباد،خواجه سبزپوش،قرغان او اندخوۍ ولسوالیو کې عملیات ترسره کړي دي، چې په پایله کې ۴۷ تنه وسلوال طالبان وژلي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې د۴۷ تنو وسلوالو طالبانو په وژل کیدو سربیره ۲۱ تنه طالبان ټپیان،۱۱ عرادې موټر،۱۳ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړي دي.
ځايی چارواکي وايي، چې په یاد و عملیاتو کې ولسي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
په عین حال کې دیاد ولایت اوسیدونکو له افغان ځوا کونو دملاتړ ترڅنګ د عملیاتو د دوام غوښتنه کړې.



د مطلب کود: 217963

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217963/په-تیرو-۲۴-ساعتونو-کې-فاریاب-ولایت-۴۷تنه-وسلوال-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com