دخپریدو نیټه :شنبه ۸ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 217734
زابل کې ماین چاودنې درې ملکي کسان وژلي
زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله درې ملکي کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د زابل د والي ویاند ګل سلام سیال خامه پرس ته وویل، یاده پېښه نن سهار شاوخوا اووه بجې د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ پښ‌کندې په سیمه کې رامنځته شوې ده. نوموړي وویل، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ملکي وګړو موټر له خپل کلي بازار ته پر لاره و چې د وسله‌والو طالبانو له لوري د سړک غاړې خښ شوي ماین پرې چاودنه کړې او په پایله کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.
https://avapress.com/vdcjtae8xuqevaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته