کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زابل کې ماین چاودنې درې ملکي کسان وژلي

8 سنبله 1399 ساعت 11:16

زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله درې ملکي کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د زابل د والي ویاند ګل سلام سیال خامه پرس ته وویل، یاده پېښه نن سهار شاوخوا اووه بجې د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ پښ‌کندې په سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي وویل، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ملکي وګړو موټر له خپل کلي بازار ته پر لاره و چې د وسله‌والو طالبانو له لوري د سړک غاړې خښ شوي ماین پرې چاودنه کړې او په پایله کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.



د مطلب کود: 217734

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217734/زابل-کې-ماین-چاودنې-درې-ملکي-کسان-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com