دخپریدو نیټه :جمعه ۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۲۱
د مطلب کود : 217712
کندهار کې دوو ماين چاودنو د ۱۳ ملکيانو ژوند واخیست
د کندهار ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سړک غاړې دوو ماين چاودنو ۱۳ ملکي وګړي وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي. د کندهار د والي وياند بهير احمدي وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ملکي وګړو لومړی ډاټسن موټر د کندهار د لوی کاريز له سيمې د سپین بولدک ولسوالۍ ته د واده لپاره روان وو. نوموړي زياته کړه، دا موټر د سپين بولدک اړوند سيمه کې د سړک غاړې ماين ښکار شو او ۱۲ ملکي وګړي پکې ووژل شول او دوه نور ټپيان شول. احمدي زياته کړه په دې موټر کې د يوې کورنۍ درې ماشومان، پنځه ښځې او پنځه ځوانان شامل وو. د احمدي په خبره، دويم ماين په همدې سيمه کې پر يوه مازدا موټر چاودنه کړې او موټر چلوونکی پکې وژل شوی دی. د کندهار ولايتي چارواکو د دې ماين ځای پر ځای کول د وسله‌والو طالبانو کار بللی دی، خو طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي او نه هم کومې بلې ډلې د دې ماين چاودنو مسوولیت په غاړه اخيستی.
https://avapress.com/vdcfyed00w6dyea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته