کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار کې دوو ماين چاودنو د ۱۳ ملکيانو ژوند واخیست

7 سنبله 1399 ساعت 16:21

د کندهار ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سړک غاړې دوو ماين چاودنو ۱۳ ملکي وګړي وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

د کندهار د والي وياند بهير احمدي وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ملکي وګړو لومړی ډاټسن موټر د کندهار د لوی کاريز له سيمې د سپین بولدک ولسوالۍ ته د واده لپاره روان وو.

نوموړي زياته کړه، دا موټر د سپين بولدک اړوند سيمه کې د سړک غاړې ماين ښکار شو او ۱۲ ملکي وګړي پکې ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

احمدي زياته کړه په دې موټر کې د يوې کورنۍ درې ماشومان، پنځه ښځې او پنځه ځوانان شامل وو.

د احمدي په خبره، دويم ماين په همدې سيمه کې پر يوه مازدا موټر چاودنه کړې او موټر چلوونکی پکې وژل شوی دی.

د کندهار ولايتي چارواکو د دې ماين ځای پر ځای کول د وسله‌والو طالبانو کار بللی دی، خو طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي او نه هم کومې بلې ډلې د دې ماين چاودنو مسوولیت په غاړه اخيستی.



د مطلب کود: 217712

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/217712/کندهار-کې-دوو-ماين-چاودنو-د-۱۳-ملکيانو-ژوند-واخیست

آوا
  https://www.avapress.net